ایکناخبری اژانس د الجزیره له قوله راپور راکړ، د ملګروملتو سرمنشي ګوتریش د چین له مشرانو وغوښتل چې د اویغوریانو دوضعیّت د لیدو اجازت دې ورکړي .
دملګروملتو داعلامیې په اساس انتونیو ګوتریش د چین مشرانو ته په یوه لیک کې وئيلي دي ، تمه کیږي ، ددغه هیواد چارواکي د ملګروملتو د بشری حقوقو لوړ کمیشنر میشل باشله ته اجازت ورکړي ، حو د سین کیانګ مسلمان میشته صوبې پشمول ددغه هیواد د ناپيژاندو سیمو کتنه وکړي .
په اعلامیې کې وئيل شوي دي د ملګروملتو سرمنشي په بیجینګ کې د ژمني المپیک لوبو د پرانیستونکو دستورو په څنډې کې د چین له ولسمشر شی جین پینګ سره لیده کاته کړي او په دغې کتنې کې ئې له هغه د چین د سین کیانګ صوبې د لیدو غوښته هم کړې ده .
باشله یوه موده کیږي ، چې د اویغور لږکي په ضد د بدچلنۍ د تورنو دارزونې لباره د چین سین کیانګ صوبې ته په سفر پسې دی . دغې موضوع د چین او لویدیځ ترمینځ اړیکې تر یوه حده ترینګلي کړي دي ، ځکه واشنګټن بیجینګ په نسل وژنې تورن کړی او ځينو هیوادونو د امریکا په مشرۍ د چین ژمني اولمپیک لوبې بایکاټ کړي دي .
چین همداراز د ژمني المپیک د لوبو بایکاټول په سخته محکوم کړي اوپر چین له نیوکه کونکو ئې غوښتي دي ، څو دالمپیک لوبو سیاسی کولو دې لاس واخلي او په دغو لوبو کې دې سمه برخه واخلي .